د ا.ا.ا وايي چې د ټاپي پروژې امنیت ساتلو لپاره پوره چمتووالی لري 

0
180

د ا.ا.ا وايي چې د ټاپي پروژې امنیت ساتلو لپاره پوره چمتووالی لري 

ترکمنستاني لوري هم ویلي چې دا ستره پروژه باید ژر پيل شي او چارې یې بشپړې شي، د ټاپي پروژه دمګړۍ په ترکمنستان کې بشپړه شوې، د ګازو نل لیکه افغانستان ته را رسېدلې، خو چارې یې تر دې دمه د امنیتي ستونزو له امله نه دي پيل شوې.

(2021 / 10 / 27   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

افغان چارواکي وايي د ټاپي پروژې د پيلېدو لپاره په تیاریو بوخت دي. د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست وزیر الحاج محمد عیسی اخوند په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې د ټاپي پروژې پر پیل او څرنګوالي خبرې شوې دي. افغان لوري ویلي دوی هڅه کوي چې د ټاپي پروژې د چارو امنیت په بشپړه توګه تامین کړي او غواړي ددې پروژې د بشپړېدو ویاړ ولري.

اړوند موضوعات: 

افغانستان سره د منځنۍآسیا تړلې ګټې!

سرپرست وزیر ترکمنستان ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان امنیتي ادارې ددغه پروژې د امنیت لپاره چمتووالی لري او پوره هڅه کوي چې دغه مهمه پروژه په سمه توګه بشپړه شي.

Leave a reply