ناروې ویلي چې لۀ افغانستان سره بشر دوستانه مرستو ته دوام ورکوو
ناروې ویلي چې لۀ افغانستان سره بشر دوستانه مرستو ته دوام ورکوو
د راپورونو له مخې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزیر خیرالله خیر خواه د افغانستان لپاره د ناروې له سفیر لینډ من سره کتلي دي.
دواړو لورو په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او نورو اړوندو مسایلو خبرې کړې دي.
(2021 / 10 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د راپورونو له مخې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزیر خیرالله خیر خواه د افغانستان لپاره د ناروې له سفیر لینډ من سره کتلي دي.
دواړو لورو په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او نورو اړوندو مسایلو خبرې کړې دي.
د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم وایي چې په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، بشردوستانه مرستو او نورو اړوندو مسایلو خبرې شوې دي.
ناروې په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې دوی تل افغانستان سره په بېلو برخو کې مرستې کړې دي او اوس هم هڅه کوي خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.
سفیر ټینګار کړی چې د نجونو زده کړو ته دې اجازه ورکړل شي او د افغانستان تعلیمي سیستم باید بېرته منظم شي.