امریکا وايي چې ډرون الوتکو مو سیمه تر څار لاندې نیولې ده 

0
136

امریکا وايي چې ډرون الوتکو مو سیمه تر څار لاندې نیولې ده 

تر دې وړاندې د ا.ا.ا پر امریکا غږ کړی ؤ چې د افغانستان هوايي حریم دې نۀ اشغالوي او لۀ دغې چارې دې لاس واخلي، کنۀ بیا د هر راز پېښې مسؤلیت به د امریکا پر غاړه وي.

 

(2021 / 10 / 27  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا وایي په افغانستان او سیمه کې د ترهګرو ډلو د څارلو لپاره یې بې پیلوټه الوتکې فعالې دي. امریکايي دفاعي چارواکو ددغه هېواد سنا ته په یوه استجوابیه غونډه کې ویلي، ددې احتمال شته چې ځينې ترهګرې ډلې په دوو کلونو او ځينې په شپږو میاشتو کې پر امریکا د برید جوګه شي او دغه هېواد ته خطرونه جوړ کړي.

اړوند موضوعات: 

طالبان: د افغانستان د هوايي حریم نقض بدې پایلې ولري

سرچینه وایي ترهګرې ډلې پر امریکا او متحدینو یې د برید په لټه کې دي نو له همدې امله دوی په سیمه کې هر څه د بې پيلوټه الوتکو په مرسته څاري.

امریکايي چارواکو ویلي د افغانستان او سیمې د څارلو لپاره یې بې پيلوټه الوتکې پروازونه کوي، خو دا یې نه دي ویلي چې دا الوتکې له کومه ځایه پرواز کوي او د کنټرول مرکزونه یې چېرته دي.

تر دې وړاندې د ا.ا.ا پر امریکا غږ کړی ؤ چې د افغانستان هوايي حریم دې نۀ اشغالوي او لۀ دغې چارې دې لاس واخلي، کنۀ بیا د هر راز پېښې مسؤلیت به د امریکا پر غاړه وي.

چین او ځینو نورو هېوادونو هم پر امریکا غږ کړی ؤ چې افغانستان اوس یو مستقل هېواد دی او امریکا نباید پرته له اجازې د افغانستان پر خاوره هوايي ګزمې وکړي.

 

Leave a reply