طالبان: د افغانستان د هوايي حریم نقض بدې پایلې ولري

0
262

طالبان: د افغانستان د هوايي حریم نقض به بدې پایلې ولري

د ا.ا.ا له خوا په یوه تازه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې امریکا د افغانستان هوايي حریم باندې تېری کوي، چې دغه تېری طالبانو ته د منلو ندی او د افغانستان د هوايي حریم نقض به د امریکا لپاره بدې پایلې ولري.

 

(2021 / 9 / 29  نېټه باغي ټلویزیون)

د ا.ا.ا له خوا په یوه تازه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې امریکا د افغانستان هوايي حریم باندې تېری کوي، چې دغه تېری طالبانو ته د منلو ندی او د افغانستان د هوايي حریم نقض به د امریکا لپاره بدې پایلې ولري.

دوی ویلي چې د دوحې په هوکړه کې داسې ژمنه شوې چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته امریکا حق نلري د افغانستان خاورې ته د ځمکې یا هوا له لارې داخل شي؛ خو د دوحې هوکړې پر خلاف اوس هره ورځ د افغانستان په ډیریو ولایتونو کې د امریکا ډرون الوتکې ګزمې کوي چې دغه کړنه په ښکاره د افغانستان د هوايي حریم نقض دی.

د ا.ا.ا له امریکا غوښتي چې د افغانستان د هوايي حریم احترام وکړي، ځکه د دوی په وینا د امریکا په ګډون هېڅ هېواد حق نلري چې د افغانستان په هوايي حریم تېری وکړي.

طالبانو دغې اعلامیه کې په توند آمېزه لهجه امریکا ته خبرداری ورکړی چې د افغانستان د هوايي حریم نقض به د امریکا لپاره بدې پایلې ولري.

امریکا تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي؛ خو څو ورځې وړاندې د امریکا دفاع وزیر په خپلو څرګندونو کې ویلي ؤ چې دوی به په افغانستان کې ترهګرې ډلې څاري او د دې لپاره د طالبانو اجازې ته اړتیا نلري.

Leave a reply