د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر له حیرتان بندر څخه لیدنه ترسره کړی.

0
145

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر له حیرتان بندر څخه لیدنه ترسره کړی.

18 سپتمبر دوشنبه 2023

 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر ملا نورالله نوري او مل پلاوي شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په اوږدو کې نن د بلخ ولایت له حیرتان بندر څخه په داسې وخت کې لیدنه وکړه چې پر مهال یې د یاد بندر ځایي مسؤلینو حضور درلود.

 

 

په دې لیدنه کې ښاغلي نوري په یاد بندر کې له ځایي مسؤلینو، اداري تأسیساتو او د حیرتان بندر له صفري نقطې څخه لیدنه د سفر موخه یاده کړه.

اړوند موضوعات

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ملانورالله نوري خوست ولایت ته سفر او له سرحدي سیمو لیدنه ترسره کړه.

 

 

همداراز ښاغلي نوري زیاته کړه چې له ازبکستان هېواد سره یې دوه اړخیزې اړیکې تر بل هر اوس ښې دي، نوموړي د ترانزیټ او سوداګریزو راکړو ورکړو په اړه خوښي وښوده او د صادراتو وارداتو د زیاتوالي په اړه یې ډاډ څرګند کړ.

Leave a reply