د تورخم بندر په فرضي کرښه افغان او پاکستاني مسؤلینو ترمنځ د لارې په خلاصیدو او ستونزو حل په موخه خبرې شوي.

0
158

د تورخم بندر په فرضي کرښه افغان او پاکستاني مسؤلینو ترمنځ د لارې په خلاصیدو او ستونزو حل په موخه خبرې شوي.

10 سپتمبر یکشنبه 2023

 

تورخم بندر کې د افغان او پاکستاني مسؤلینو ترمنځ د دروازې د خلاصیدو په اړه خبرو نیم ساعت دوام وکړ، ياد ګډ مجلس کې چې افغان لوري تورخم کمیسار مولوي عصمت الله یعقوب يې مشري کوله تر څو دواړو خواوو ته د مسافرو او ټرانزيټ پر مخ لار پرانیستل شي.

 

ورته مهال تورخم کمیسار وویل، چې پاکستاني مسؤلینو له موږ سره د خبرو کولو وروسته وخت وغوښت، چې موږ د خپلو مشرانو سره ستاسو اړونده خبرې شریکوو تر څو لار زر تر زره خلاصه او رامنځته شوې ستونزې ته پای ټکی کيږدو، خو دا لا نده معلومه چې لار به څه وخت د مسافرو او ټرانزیټ پر مخ خلاصه شي

 

کمیسار وویل، چې خبرې هیله بخښونکې او لاسته راوړنو ډکې وې، پاکستاني لوري دا ومنله، چې موږ لار هم بنده کړې او برید هم زموږ له لوري په افغان خاوره شوی.

اړوند موضوعات

لنډي کوتل کښې د پاکستان او افغانستان ترمینځ په تورخم پوله امن او سولی راوستلو لپاره د امن لاریون ترسره شو

 

 

د باغي تلویزون د ځینو معلوماتو پر اساس ممکن دروازه سبا سهار د دوشنبې پر ورځ د هر رنګه تګ راتګ لپاره خلاصه شي، خو په دې اړه رسمي لا څه نشته.

Leave a reply