د خوړو نړیوال پروګرام اعلان وکړ چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ د درملنې لپاره ځانګړي خواړه په ختمیدو دي

تر دې یوه ورځ مخکې په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند وحیدالله اماني ازادي راډيو ته وویل چې که مرستې ور نهشي، د لرو پرتو سیمو خلک به په ژمي کې له سختو ستونزو سره مخ شي، په ځانګړې توګه هغه کورنۍ چې د کونډو په سر کې دي.
د اماني په خبره، پنځلس میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي، خو د ملګرو ملتونو په وینا نږدې نهه میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
(2023 / 9 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د یو میلیون ماشومانو او میندو لپاره د ځانګړو خوړو د کمښت خبر ورکوي. WFP پرون په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د نړیوالې ټولنې د مالي مرستو د نشتوالي له امله به په افغانستان کې یو میلیون ماشومان او میندې نور د خوارځواکۍ د درملنې او مخنیوي لپاره ځانګړي خواړه ترلاسه نه کړي.
تر دې یوه ورځ مخکې په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند وحیدالله اماني ازادي راډيو ته وویل چې که مرستې ور نهشي، د لرو پرتو سیمو خلک به په ژمي کې له سختو ستونزو سره مخ شي، په ځانګړې توګه هغه کورنۍ چې د کونډو په سر کې دي.
اړوند موضوعات:
په کابل کې په خوارځواکۍ اخته کورنیو او ماشومانو ترمنځ د خوړو نه خوندیتوب ډیر شوی