هلمند او کابل کې ۲۴۰ په نشو روږدي کسان له بستر وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

هلمند او کابل کې ۲۴۰ په نشو روږدي کسان له بستر وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
2 سپتمبر 2023 شنبه
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند نشه یي توکو درملنې مرکز هلمند او کابل کې ۲۴۰ په نشو روږدي کسان له بستر وروسته خپلو کورنیو ته سپارلي دي.
خبر زیاتوي چې د لښکرګاه ښار د روږدو د درملنې په مرکز کې ۲۰۰ تنه روږدي له څلور میاشتني بستر وروسته په ځانکړو مراسمو کې خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
اړوند موضوعات
نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۵۹ تنه معتادین له درملنې او مسلکي زده کړو وروسته کورنیو ته سپارلي.
بلخوا، نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو د روږدو په پنځه زریز مرکز کې ۴۳ بې کوره کسان، چې پخوا له بېلابېلو ولایتونو څخه راټول شوي وو او په یاد مرکز کې بیستر وو، له روغتیا او مسلکي زده کړو وروسته د ګمارلې کمېټې له لارې کورنیو ته وسپارل شول.





