نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۵۹ تنه معتادین له درملنې او مسلکي زده کړو وروسته کورنیو ته سپارلي.

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۵۹ تنه معتادین له درملنې او مسلکي زده کړو وروسته کورنیو ته سپارلي.
2 اګست چهارشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د ومانو د پروسس یوه کارخونه په ارزګان او یوه په بادغیس کې له منځه وړې او په تړاو یې دوه تنه نیولي دي.
همداراز، یادو پولیسو درې تنه په تخار کې د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو او د سمنګان ولایت په خلم ولسوالۍ کې یې نشه یي کروندې اړولي دي.
همدا راز یادو پولیسو ۵۹ تنه بې کوره په نشو روږدي له درملنې او مسلکي زده کړو وروسته کورنیو وسپارل.
اړوند موضوعات
د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو یو شمیر کسان نیولي او ۱۵۰ جریبه کوکنارو کښت یې اړولی.
یاد شمېر بې کوره روږدي، چې پخوا د کورنیو چارو وزارت نشه یی توکو سره د مبارزې معینیت منسوبینو د روږدو په ۵ زره بیستریز روغتون کې په نښه کړي وو، له مسلکي زده کړو او درملنې وروسته رخصت او کورنیو ته یې وسپارل شول.





