د افغانستان ملي راډيو تلوېزيون عمومي رئيس د ولايتي آمرينو په ملتيا د رياست الوزراء اداري مرستيال سره کتلي.
د افغانستان ملي راډيو تلوېزيون عمومي رئيس د ولايتي آمرينو په ملتيا د رياست الوزراء اداري مرستيال سره کتلي.
1 سپتمبر 2023 جمعه
د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان ملي راډيو تلوېزيون عمومي رئيس قاري يوسف احمدي د ټولو ولايتي آمرينو په ملتيا پرون ماسپښين د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی هغوی د خپلو کړنو او لاسته راوړنو په اړه د رياست الوزرا اداري مرستيال ته راپور وړاندې کړ، وې ويل، محلي مسوولين پر وخت اطلاع رسولو کې صادقانه هڅې کوي.
هغوی څرګنده کړه، د هېواد دښمنانو او اشغالګرو د هېواد په بېلابېلو برخو کې ډېر بشري ضد جنايتونه کړي، موږ کوښښ کوو، چې خلکو ته حقايق ښکاره شي.
هغوی د ا، ا له رهبري څخه وغوښتل، چې د اړينو تجهيزاتو برابرولو او د ملي راډيو تلوېزيون ولايتي کارکوونکيو د ستونزو حل ته جدي پاملرنه وکړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي له هغوی سره په کتنه خوښي وښوده او د ملي راډيو تلوېزيون د عمومي رئيس او ولايتي آمرينو کړنې او فعاليتونو ستايلو ترڅنګ وويل؛ په هېواد کې امنيت تامين او اشغال پای ته رسېدلی، خو زموږ د خلکو او ګران هېواد دښمنان لا هم د عامه اذهانو د تخريب او مغشوشولو کوښښ کوي، نو له تاسو غواړم افغان ملت او نړيوالو ته د دولت د وياړونو، شته واقعيتونو او په هېواد کې د مثبتو ترسره شويو کارونو د انعکاس په برخه کې زياتې هڅې وکړئ.
اړوند موضوعات
کابل کې میشت د ترکیې سفیر د خپل ماموریت څخه د مخې ښې لپاره د ریاست الوزرا اداري مرستیال سره وکتل.
همدارنګه يې دا هم وويل؛ د ملي راډيو تلوېزيون د عمومي رياست او ولايتي آمريتونو د ستونزو حل او اړتياوو د پوره کولو په برخه کې به خپلې هېڅ ډول هڅې نه درېغوي.