د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال د ایران هیواد د پارلمان غړو او مل پلاوي سره کتلي.
د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال د ایران هیواد د پارلمان غړو او مل پلاوي سره کتلي.
28 اګست دوشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اداري مرستیال د سرپرست وزیر په استازولۍ د ایران هیواد راغلي پلاوي سره وکتل.
په دغه لیدنه کې د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال مولوي نور جلال جلالي د مشرتابه په استازولۍ، راغلي پلاوي ته، چې د یاد هیواد پارلمان غړي، د روغتیا وزارت استازی او د سفارت غړي پکې شامل وو ښه راغلاست ووایه او په یو شمېر مسایلو یې خبرې اترې وکړې.
خبر زیاتوي چې مرستیال جلالي وویل، افغانستان له ایران سره ګڼ شمېر مشترکات لري او د یو ګاونډي په توګه یې ټولو مشروع حقوقو ته درناوی کوي. نوموړي له راغلي پلاوي په دې هکله مننه وکړه، چې د ایران اسلامي جمهموریت له کلونو په خپله خاوره کې میلونونو افغانانو ته ځای ور کړی دی او په خبره یې، خوښ یو، چې ایران هیڅکله له افغان مهاجرو څخه د سیاسي فشار په توګه کار نه دی اخیستی.
هغه زیاته کړه، هېچاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې ګاونډیو ته امنیتي ګواښ پېښ کړي او په وینا یې، چې د کورنیو چارو وزارت امنیتي ځواکونه په دې بریالي شوي دي، چې په ټول هیواد کې ورته امنیتي ستونزې له منځه یوسي.
د ایران اسلامي جمهوریت د پلاوي غړو په خپلو خبرو کې د امنیت ستاینه وکړه او وې ویل، چې اسلامي امارت د عاشورا په ورځو کې بې سارې امنیت ټينګ کړی و.
اړوند موضوعات
د کورنیو چارو سرپرست وزیر دایکندي ولایت کې د ولایتي مسؤلینو په ګډون د ګڼو قومي مخورو سره لیدلي.
دوی د کورنیو چارو وزارت نشه یي توکو سره د مبارزې هڅې هم وستایلې او له اسلامي امارت سره یې د ښو اړیکو او همغږۍ له امله خوښي څرګنده کړه.