د ازبکستان هیواد د ترانسپورټ وزیر او مل پلاوي د اسلامي امارت مسؤلینو په ملتیا د تورخم له بندر څخه لیدنه ترسره کړی.

0
79

د ازبکستان هیواد د ترانسپورټ وزیر او مل پلاوي د اسلامي امارت مسؤلینو په ملتیا د تورخم له بندر څخه لیدنه ترسره کړی.

27 اګست یکشنبه 2023

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تورخم بندر ته د ازبکستان ټرانسپورټ وزیر الهام محکوموف او مل پلاوي، چې ورسره د افغانستان ترانسپورټ او هوانواردۍ وزیر حمیدالله اخندزاده، ننګرهار مرستیال والي، امنیه قومندان، د بهرنیو چارو رییس او اړونده نورو مسوولینو يې ملتیا کوله، تورخم ته د هوا له لارې سفر وکړ.

 

ياد سفر کې د ازبکستان ټرانسپورټ وزیر او مل پلاويي تورخم اړونده مسوولینو ترانسپورټ عمومي مدیر، ګمرک آمر، تورخم ښاروال او استخباراتو مرستیال سره د لیدلو وروسته فرضي کرښې څخه هم لیدنه وکړه.

 

په ورته مهال راغلي پلاوي تورخم بندر د ټرانزیټ لپاره یوه مهمه او اساسي لار یاده کړه او یادونه یې وکړه، چې موږ کوشش کوو د افغانستان ټرانزيټ او ملي اقتصاد ته وده ورکړو، څو په دغه برخه کې ځان بسیاینې ته ورسیږي.

اړوند موضوعات

د ازبکستان هیواد د صنعت او تجارت وزارت د لومړي مرستیال په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راورسید.

 

 

د ازبکستان ترانسپورټ وزیر دا هم وویل، چې جنوبي اسیا د مرکزي اسیا سره د افغانستان له لارې نښلولو سره به د افغانستان ملي اقتصاد ډېره پراختیا پیدا کړي، چې ورسره به موږ دلته لس زره افغانانو ته د کار زمینه هم برابره کړو.

Leave a reply