د ازبکستان هیواد د صنعت او تجارت وزارت د لومړي مرستیال په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راورسید.
د ازبکستان هیواد د صنعت او تجارت وزارت د لومړي مرستیال په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راورسید.
26 اګست شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د ازبکستان هېواد د صنعت وزارت د لومړي مرستیال ناظم جان خالمرادوف په مشرۍ ۳۰ کسیز پلاوی کابل ته راغلی دی.
د صنعت وزارت وایي چې دواړه لوري به د برېښنا، ټکنالوژۍ او خوړو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړي.
اړوند موضوعات
خبر زیاتوي چې د ازبکستان هیواد یاد پلاوی په دوه ورځیني سفر کابل ته راغلی، چې د لوړپوړو امارتي چارواکو سره به لیدنې هم ترسره کړي.