امنیتي پولیسو د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې یو شمیر کسان د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو نیولي او کارخونې یې له منځه وړي.
امنیتي پولیسو د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې یو شمیر کسان د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو نیولي او کارخونې یې له منځه وړي.
26 اګست شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، په بادغیس ولایت کې د نشه یي توکو دوه کارخونې، د نشه یي توکو یوه کارخونه په هلمند کې او یوه اندازه یامه یې په دایکنډي ولایت کې کشف او سوځولي.
دغه راز؛ دری تنه له ۲۵ کیلو ګرامه هیرویینو، ۱۲ کیلو ګرامه چرسو او ۳۳ دانو تابلیت کا سره په ننګرهار کې، ۶ تنه له ۱۴۸ کیلو ګرامه څخه زیاتو نشه یي توکو سره د حیرتانو په بندر کې، ۳ تنه قاچاق وړونکي او یو تن له ۴۳۰۰ کیلو ګرامه یامې سره په غور کې، ۴ تنه د نشه یي توکو خرڅونکي په جوزجان کې، دوه تنه قاچاق وړونکي په پنجشیر کې او یو تن د نشه یي توکو خرڅونکی په هرات ولایت کې نیولي.
اړوند موضوعات
امنیتي پولیسو ۳۳ تنه د پلازمینې په شمول ځینو نورو ولایتونو کې د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو نیولي.
په همدې حال کې، یادو ځواکونو، په سمنګانو او جوزجان ولایتونو کې ځمکې د کوکنارو له کښت څخه پاکې کړې دي.