افغانستان بانک سبا ورځ د افغانیو د ارزښت ساتلو په موخه ۱۴ میلیونه ډالر لیلاموي.

0
224

افغانستان بانک سبا ورځ د افغانیو د ارزښت ساتلو په موخه ۱۴ میلیونه ډالر لیلاموي.

26 اګست شنبه 2023

 

د افغانستان بانک نن پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د افغانۍ ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا یکشنبه ۱۴ میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

 

د افغانستان بانک له ټولو خصوصي بانکونو او پر شرایطو برابر د پولي خدمتونو او صرافیو شرکتونو څخه غوښتنه کړې چې دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

 

د افغانستان بانک ویلي چې د داوطلبۍ ګټونکي باید خپل ټول حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.

 

د افغانستان بانک لیکلي: «د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.»

اړوند موضوعات

 نن یکشنبه ۱۳ نېټه به مرکزي بانک «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي

 

د افغانستان بانک له دې وړاندې هم د افغانیو ارزښت ساتنې او ثبات لپاره میلیونونه ډالر د داوطلبۍ له لارې د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي دي.

Leave a reply