د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست د نوي کابل ښار په پروژه کې د پانګونې په اړه بهرنیو پانګوالو سره کتلي.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست د نوي کابل ښار په پروژه کې د پانګونې په اړه بهرنیو پانګوالو سره کتلي.
10 اګست پنشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کور او ښار جوړولو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر حمدالله نعماني له یو شمیر بهرنیو پانګوالو سره په نوي کابل ښار کې د پانګونې په موخه وکتل.
یادو پانګوالو د نوي کابل ښار پروژې په بیلابیلو برخو کې د پانګونې په اړه لیوالتیا وښوده او زیاته یې کړه، که زمینه ورته برابره شي په نوي کابل ښار کې به د مسکن په جوړلو، برښنا تېرولو، سړکونو، لومړۍ درجه بیخ بناء چارو او دغه راز د اوبو په رسولو برخه کې پانګونه وکړي او د کابل نوي ښار او اوسني کابل ښار ته به د پنجشېر اوبه را ورسوي.
د بهرنیو پانګوالو له ډلې ښاغلي ډاکتر فرشاد وویل، چمتو دي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په اډانه کې افغانستان کې په بېلا بېلو برخو کې پانګونه وکړي، خو دوی هم ځینې وړاندیزونه لري.
د کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر وویل، د ا. ا. ا د ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو په کلکه ملاتړ کوي، زمینه ورته برابروي او هڅه کوي، چې پانګوالو ته په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
اړوند موضوعات
د نوي کابل پلان پلي کولو په موخه د کابل ولایت مقام کې د ځینو امارتي مشرانو غونډه ترسره شوی.
په دغه ناسته کې سرپرست وزیر، پانګوالو ته د امکان تر بریده د هر راز مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ او یادونه یې وکړه، چې د پانګوالو وړاندیزونه به د ریاسة الوزرا اقتصادي معاونیت سره شریک کړي.






