د لاهور په سرګنګا رام روغتون کې د ډاکټرانو لخوا د موبايل ټيلي فون د فلش لائټ په رڼا کې د ترسره شوي عملياتو ويډيو مخې ته راغلې ده.

باغی ټی وی رپورټ
د سر ګنګا رام روغتون جراح د موبايل ټليفون په رڼا کې د عملياتو تياتر کې د جراحۍ ويډيو جوړه کړه او خپره يې کړه.
په ویډیو کې لیدل کیږي چې د پطرولو د ختمیدو له امله د اپریشن تیاتر جنراتور نه شو چلولی او د ناروغ د پښې د جراحۍ پر مهال د عملیات تیاتر بریښنا ورکه ده.
ډاکټران وايي، د سر ګنګا رام روغتون په ټولو اپریشن تیاترونو کې دا حالت دی، ډاکټران مجبور دي چې په ګرمۍ او رطوبت کې عملیات وکړي.






