د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال د قطر فنډ پرمختیایي پروژو له مرستیال او مل پلاوي سره سره خبرې اترې کړي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال د قطر فنډ پرمختیایي پروژو له مرستیال او مل پلاوي سره سره خبرې اترې کړي.
10 اګست پنشنبه 2023
د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي او مل پلاوي دوحه کې د قطر فنډ د پرمختیایي پروژو له مرستیال سلطان احمد العسیري او مل پلاوي سره پر بشري موضوعاتو ګډه ناسته ترسره کړه.
ناسته کې په افغانستان کې پر شته بشري اړتیاو او ستونزو د خبرو تر څنګ ښاغلي ملا نورالدین ترابي پر هغو ۱۶ ستونزو، اړتیاو او مواردو تفصیلي خبرې وکړې، چې د افغانستان بېوزله وګړي ورسره مخ دي.
ښاغلي سلطان العسیري ژمنه وکړه، چې ډېر زر به د افغاني سرې میاشتې له لارې د افغانستان له ولسونو سره د ۲۵ زره ټنه غنمو مرسته وکړي. ښاغلي ملا نورالدین ترابي غوښتنه وکړه، چې د زر رسیدو لپاره اړینه ده، چې د قزاقستان له لارې افغانستان ته ولېږل شي.
ښاغلي العسیري ژمنه وکړه، چې د افغاني سرې میاشتې له لوري د یادو غنمو د ترانسپورتي لګښتونو د معلوماتو له شریکولو وروسته به سمدستي ګام واخلي.
نوموړي همدا ډول ژمنه وکړه، چې په کوم بهرني هېواد کې به هغو شاوخوا ۷۰۰۰ د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنې ته زمینه برابره کړي، چې په افغانستان کې یې سمدستي درملنه ناشونې ده.
اړوند موضوعات
د افغاني سرې میاشتې مرستیال دوحه کې میشت د افغانستان لپاره د بریتانیا سفیر سره کتلي.
د قطر فنډ د پرمختیايي پروژو مسؤل ښاغلي سلطان بن احمد العسیري د یادې ژمنې ترڅنګ څرګنده کړه، چې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې لپاره دوی چمتو دي، چې په افغانستان کې دننه د یادې ناروغۍ د درملنې او عملیاتو لپاره یو مجهز روغتون جوړ او اکمال کړي.