وفاقي تحقيقاتي ادارې (اېف آئي اے) د تحريك انصاف د مشر عمران خان وكيل نعيم حيدر پنجوتا نيولې دې۔

0
220

باغي ټي وي رپورټ

د ايف آئي اے زرائعو ترمخه نعيم حيدر پنجوته د تحقيقاتو لپاره ايف آئي اے هيډکوارټر ته تللي وو چي نن ايف آئي اے هغه ته د عمران خان خلاف د توشه خانه کيس اوريدونکي جج همايون دلاور په سوشل ميډيا پوسټ باندي د تحقيقاتو لپاره بللي وو۔

سرچينې وائي چې نعيم حيدر پنجوته دتحقيق لپاره ايف آئي اے سائبر کرائمز ونگ ته ورغلى دى.

ياده دي وي چي وکيل نعيم حيدر پنجوتا د پي ټي آئي چيرمين د قانوني چارو ترجمان هم دے.

د تحريک انصاف وکيل شېر افضل مروت وئيلي دي چي نعيم حيدر پنجوته ايف آئي اے نيولي دي۔

د وکيل شېر افضل مروت په وينا، د نعيم پنجوتا کلېک د هغه د توقيف په اړه خبر ورکړى، دا لا معلومه نه ده چې نعيم پنجوتا په رسمي ډول نيول شوى او که نه، د وکيلانو ټولنه به د دغه ډول کړنو په وړاندې متحد وي.

Leave a reply