باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان سټيټ بينک لخوا جاري شوي شميرو له مخې انټر بينک کې د ډالر د تبادلې نرخ د کاروبار په پای کې 287 روپۍ 91 پيسې دی. د تېرې ورځې د کاروبار په پای کې د ډالر بیه ۲۸۷ روپۍ ۴۳ پېسې وه. نن په انټربینک ایکسچینج کې ډالر ۴۸ پېسې ګران شوي دي.
بل لوري ته په ازاد بازار کې ډالر د ٢٥ پيسې په پرتله ٢٩٤ روپۍ ٧٥ پيسې ارزانه شوى دى.
د شهباز د واکمنۍ په پیل کې په ازاد بازار کې د ډالر ارزښت شاوخوا ۱۸۵ روپۍ و.










Leave a Reply