د PDM په مشرۍ حکومت د اقتصاد او مالیې وزارتونو او د دوی اړوند څانګو کې ډیری مهمې ګمارنې کړې دي

0
108

باغی ټی وی رپورټ
اسلام آباد: د PDM په مشرۍ حکومت د اقتصاد او مالیې وزارتونو او د دوی اړوند څانګو کې ډیری مهمې ګمارنې کړې دي ، په دې ګمارنو کښې پشمول د سټیټ بانک د مرستیال والي سلیم الله انتخاب هم شوې.

د خزانې وزارت د يادې چوکۍ لپاره وفاقي حکومت ته درې نومونه وړاندې کړي وو چې په هغې کې سليم الله منظور شو. د دې نه علاوه د نېشنل بینک، ایس ای سی پی او سی سی پی مشر هم ټاکلې شوی دی.

محسن چندنا د پور (قرض) دفتر د عمومي رییس په توګه وټاکل شو، په دې وروستیو کې رحمت علي حسني د ملي بانک د رییس په توګه وټاکل شو.

حکومت تيره مياشت د مقابلې کميشن څلور نوي غړي ډاکټر کبير احمد سدهو، سلمان امين، عبدالرشيد شيخ او سعيد احمد نواز ټاکلي وو، په داسې حال کې چې کبير احمد سدو د سي سي پي چيئرمين ټاکل شوي وو.

له اسلام اباد څخه د نمائنده جنګ له مخې، ايتلافي حکومت د سوئي سدرن د نوي بورډ د جوړولو منظوري ورکړې چې ترمخه به ډاکټر شمشاد اختر د ايس ايس جي سي بورډ مشري نه وړاندې کوي۔

د سوئي سدرن بورډ غړو کښې خالد رحمان، محمد اکرم، عمر ظفر الله، صاحبزاده رفعت روف علي، طحه احمد خان او رضوان الله خان شامل دي، د ایس ایس جی سی ایل نوی بورډ به درې کاله وي.

مشهور دانشور او کالم ليکونکی خورشيد احمد ندیم د رحمت لعل الامين د ادارې چيئرمېن ټاکلی شوی، د هغه د تقررۍ نوټيفيکيشن جاري کړی شوی دی.

بلخوا حکومت د زرعي پرمختيائي بانک د بورډ آف ډائريکټرز په حيث د نعيم الدين خان د تقرر منظوري ورکړې ده او د هغه تقرري د دريو کالو لپاره شوې ده۔

وفاقي حکومت د نيپرا د چيئرمېن شپ لپاره د وسيم مختار نوم منظور کړے دے۔

حکومت طاهر يعقوب بهټي د زرعي پرمختيائي بينک لميٽډ صدر ټاکلي دي، د خزانې وزارت جاري نوټيفيکيشن مطابق طاهر يعقوب بهټي د راتلونکو دريو کالو لپاره د صدر/سي اي او په توګه ټاکلی شوی دی. د پاکستان دولتي بانک.

Leave a reply