د ریاست الوزراء د دفتر لوی رئیس د کابل، کاپیسا، پروان او پنجشیر ولایتونو له شیوخو او علمای کرامو سره کتلي.

0
84

د ریاست الوزراء د دفتر لوی رئیس د کابل، کاپیسا، پروان او پنجشیر ولایتونو له شیوخو او علمای کرامو سره کتلي.

7 اګست دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر لوی رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع تیره ورځ له غرمې مخکې د کابل، کاپیسا، پروان او پنجشیر ولایتونو له یو شمېر شیوخو او علمای کرامو سره په چهار چنار ماڼۍ کې وکتل.

 

یاده لیدنه کې هر یوه شیخ جلال الدین حنفي، شیخ نجیب الله روحاني، شیخ سلطان احمد عادل، شیخ محمد سعید نعماني او مولوي حمدالله نعماني د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال په هیواد کې د اسلامي نظام ټینګښت عظیم الهي نعمت وباله او د دې نظام ملاتړ یې د ټولو ګډ مسوولیت وباله او وې ویل، موږ ټول د اسلامي امارت په خدمت کې یوو او مدرسو سره یې د مرستې غوښتنه وکړه.

هغوی د مدرسو د پیاوړتیا او هراړخیز ملاتړ، د درسي نصاب د پیاوړتیا، د علمای کرامو او ارګ تر منځ د لا ښې همغږۍ او همکارۍ، مدرسنیو ته د سیمینارونو جوړولو، په مدرسو کې د بېلابېلو څانګو د ایجاد، د خصوصي مدرسو د ملاتړ او د مدرسینو د تنخواګانو او اړتیاووپه اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.

 

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رئیس یادو شیوخو او علمای کرامو ته د ښه راغلاست پرمهال د رئیس الوزرا ملامحمد حسن اخند نېکې هیلې او سلامونه هغوی ته ورسول او ډاډ یې ورکړ چې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه به هم ورسره شریک کړي.

 

هغه زیاته کړه، اسلامي امارت مدرسو ته پاملرنه کوي او د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د لارښوونې په اساس په زیات شمېر نوي بستونه ایجاد شوي دي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء د دفتر لوی رئیس د افغانستان کڼو له استازو سره کتلي او د دوی ستونزې یې اوریدلي.

 

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رئیس وویل، اسلامي امارت په لږ وخت کې په کمو امکاناتوډېر څه کړي او لا یې هم کوي. نوموړي له یادو علماو او شیوخو څخه مننه وکړه چې خپلې هر اړخیزې مشورې او وړاندیزونه یې له دوی سره شریک کړل او ډاډ یې ورکړ چې د دوی مشورې به د اسلامي امارت مشرانو ته رسوي.

Leave a reply