د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له سرپرست وزیر سره لیدلي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له سرپرست وزیر سره لیدلي.
7 اګست دوشنبه 2023
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په سپیدرا ماڼۍ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له سرپرست وزیر مولوی نجیب الله حقاني سره ولیدل.
په دې ناسته کې، ښاغلي حقاني د یاد وزارت د فعالیتونو، پرمختګونو او وروستیو لاسته راوړنو په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل.
نوموړي وویل، یاد وزارت د متوازن، ارزانه او کیفیت لرونکيو مخابراتي خدمتونو ، دمعلوماتي ټکنالوجۍ د پراخولو، له سیمه ییزو او نړیوالو معیارونو سره سم د مخابراتي خدمتونو د وړاندي کولو هڅې کوي.
نوموړي زیاته کړه، دا مهال یاد وزارت لرې پرتو سیمو ته مخابراتي خدمتونه پراخ کړي دي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له نوموړي څخه په مننې د دې وزارت د فعالیتونو ارزونه وکړه او زیاته یې کړه، اسلامي امارت د خلکو رضایت او د هغوی د ستونزو رفع کول خپل مکلفیت ګڼي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دې خلکو ته د غوره مخابراتي خدماتو په چمتو کولو تمرکز ډېر کړي.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د پکتیا ولایت له یوشمېر علماؤ او قومي مخورو سره لیدلي.
نوموړي د چارو د لا ښه والي په موخه، ښاغلي حقاني ته لازمې سپارښتنې هم وکړې.






