مدارعلي بامیاني: پانګوال او متخصصین د هېواد ستره پانګه ده، د کور او ښار جوړولو وزارت ترې هر اړخیز ملاتړ کوي.

مدارعلي بامیاني: پانګوال او متخصصین د هېواد ستره پانګه ده، د کور او ښار جوړولو وزارت ترې هر اړخیز ملاتړ کوي.
7 اګست دوشنبه 2023
د کور او ښار حوړولو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد وزارت د ښاري چارو مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په کابل کې د پیروزي ښار ګوټي چې بیخ بنایي چارې بشپړې شوي لیدنه وکړه.
د لیدنې په مهال، نوموړي یاده پروژه یوه ستره ملي پروژه وبلله او زیاته یې کړه، چې په دغه پروژه کې له کیدونکې پانګونې او پانګوالو بشپړ ملاتړ کوي او اسانتیاوې ورته برابروي.
ورپسې یې د صنایع سبز صنعتي ښار ګوتي لیدنه وکړه چې پکې له مخکې ځینې تولیدي فابریکې فعالیت کوي او تړاو یې وویل، پانګوال په افغانستان کې د ا.ا د مشرانو هر اړخیز ملاتړ ته اړتیا لري چې په وینا یې د ا.ا مشرانو هم کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته بشپړه زمینه برابره کړې ده.
اړوند موضوعات
بدخشان ولایت کې د کور او ښار جوړولو وزارت تر نظارت لاندې د یو باب ښوونځي ډبره کیښودل شوه.
په ورته وخت کې د صنایع سبز صنعتي ښار ګوټي پانګوال محسن امیري د ا. ا له مشرانو مننه وکړه او خوښي یې وښوده چې د پانګوالو لپاره یې زمینه برابره کړې، اسانتیاوې رامنځته کړي او د هڅونې په موخه یې بیلابیل پروګرامونه را منځته کړي.






