پاکستانۍ ورځپاڼه: طالبان د اشرف غني په څېر د پاکستان ضد احساساتو د پارولو له چل څخه کار اخلي

دغې خبریالې لیکلي چې افغانستان د ښځو د حقونو، بشري حقونو، امنیت او اقتصاد په ګډون په بېلابېلو کچو له بحران سره مخ دی.
د لیکوال په باور، پر پاکستان تور لګول په افغانستان کې له مسوولیت څخه د خلاصون یوه اسانه لار ده او طالبان هم له همدې «کاکټل» څخه تیاری نیسي.
په ورته وخت کې آغلي شمیل وویل چې “د افغانستان له خوا رامنځته شوې ترهګري” اوس د پاکستان او سیمې تر ټولو لویه ستونزه ګرځېدلې ده.
(2023 / 8 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
نیشن ورځپاڼې لیکلي، چې طالبان د پخواني حکومت د چارواکو لکه اشرف غني او امرالله صالح په څېر “د پاکستان ضد احساساتو د پارولو له چل څخه کار اخلي.”
دغې پاکستانۍ ورځپاڼې لیکلي، چې په افغانستان کې د اسلام اباد ملامتول له مسوولیت څخه د خلاصون یوه اسانه لار ده.
تیمور شمل د نیشن ورځپاڼې په یوه لیکنه کې لیکلي چې د افغانستان د تېرو حکومتونو پر پاکستان نیوکې یې یوه عامه ناروغي بللې ده.
دغې خبریالې لیکلي چې افغانستان د ښځو د حقونو، بشري حقونو، امنیت او اقتصاد په ګډون په بېلابېلو کچو له بحران سره مخ دی.
د لیکوال په باور، پر پاکستان تور لګول په افغانستان کې له مسوولیت څخه د خلاصون یوه اسانه لار ده او طالبان هم له همدې «کاکټل» څخه تیاری نیسي.
اړوند موضوعات:
د دفاع سرپرست وزیر ویلي چې هېچاته به اجازه ورنکړي چې افغان خاوره د نورو ملکونو پر ضد وکاروي