د پاکستان پيپلز پارټۍ (پي پي پي) مشر قمر زمان کائره هم د راتلونکو انتخاباتو د ځنډولو اشاره کړې ده.

باغي ټي وي رپورټ
د جيو نيوز پروګرام نوي پاکستان کې د خبرو پر مهال د پيپلز ګوند مشر قمر زمان کائره وويل، د ټاکنو کمېشن د حلقو جوړولو لپاره څلور مياشتې وخت غواړي، که ټاکنې يوه نيمه مياشت وځنډېږي، کومه ستونزه نشته.
د پيپلز پارټۍ مشر وويل د نوې مردم شمارۍ وروستو د صوبو د قامي اسمبلۍ په سيټونو کې کوم بدلون نۀ راځي نو د کوم آئيني ترميم ضرورت به نۀ وي.
ياده دي وي چي تيره ورځ اسلام آباد کښي د وزيراعظم شهباز شريف په مشري کښي د مشترکه مفاداتو کونسل (سي سي آئي) غونډه کښي د نوي مردم شماري منظوري ورکړې شوه۔
په دې اړه وزيراعظم نذير تارڑ ووئيل چې د مشتركو مفاداتو كونسل ټولو 8 غړو په متفقه توګه د مردم شمارۍ منظوري وركړې ده۔
د قانون وزير زياته کړه، چې د حلقو جوړولو کار بايد په ١٢٠ ورځو کې وشي، په قومي اسمبلۍ کې به د ټولو صوبو د څوکيو برخه همداسې وي.
اعظم نذیر تارړ وویل چې د اساسي قانون د ۵۱مې مادې له مخې به عام انتخابات د سرشمېرنې له مخې کېږي.






