د پاکستان تحريک انصاف د چيئرمېن د نيول کېدو دننه کيسه مخې ته راغلې ده، د نيول کېدو په وخت د پي ټي ائي چيئرمېن په نیلي ټرېک سوټ اغوستي و او د غرمې ډوډۍ يې خوړله.

0
106

باغي ټي وي رپورټ

د سرچينو ترمخه پوليس دپي ټي ائي دچيئرمين دنيولو لپاره لاهور زمان پارک کې دهغه داستخباراتي دروازې څخه وروستو چې دهغه دکور دننه دپوليسو دکور دننه يې ودرول.

دسرچينو ترمخه دپي ټي ائي چئیرمين دگرفتارۍ په مهال خپله دغرمې ډوډۍ پيل کړې وه چې پوليس دهغه خونې ته ننوتلي وؤ کله چې هغه ډوډۍ خوړله.

د پي ټي آئي چيئرمېن د پوليس په ليدلو د حيرانتيا څرګندونه وكړه۔ پولیس ورته وویل چې د هغه د نیولو امر د عدالت د حکم پر اساس شوی دی چې په اړه یې د پي ټي ايي چئیرمین وویل هغه ته معلومه وه چې داسې څه به کیږي.

د ګرفتارۍ په وخت پوليس چارواکو د پي ټي آئي چيئرمېن ته وويل چې دوي به وروسته د غرمې ډوډۍ خوري، په دې وخت کې نيول ضروري دي.

د نيولو په وخت د پي ټي ائي چيئرمېن د نيلي ټريک سوټ اغوستي وو، هغه د نيولو دپاره راغلي پوليس افسرانو نه وغوښتل چې خپلې جامې بدلې کړي خو پوليسو انکار وکړو.

سرچينې وائي چې يو ځل بيا دپي ټي ائي چيئرمېن دپوليسو سره په يو خفيه مقام کې خبرې اترې وکړې چې په مهال يې پي ټي ائي مشر وويل چې تاسو ما ته د غرمې ډوډۍ نه ده راکړې، زه وږي يم، کله چې زه ونيول شوم نو ډوډۍ مې خوړل شروع کړل. .

د پي ټي آئي د چيئرمېن په اصرار پوليسو ځواب ورکړو چې د عدالت په حکم دې دا مهال اسلام اباد ته منتقل شي، وروسته به وويني.

سرچينې زياته کړې چې د پي ټي ايي چئیرمین په مخ باندې ټوکر اچول شوی وو خو په ګاډي کې اچولو وروستو د هغه د مخ کپړه لرې کړل شوه.

دسرچينو ترمخه دپي ټي ائي دچيئرمين يو نزدې ملګرى اويس نيازي هم په داسې حال کې نيول شوى چې ايس ايس پي سي ائي اي کيپټن ريټائرډ لياقت دپي ټي ائي له مشر سره په گاډي کې ناست ؤ.

Leave a reply