د دفاع سرپرست وزیر ویلي چې هېچاته به اجازه ورنکړي چې افغان خاوره د نورو ملکونو پر ضد وکاروي

0
166

نوموړي دا څرګندونې د پکتیا ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د ډیورنډ فرضي کرښې څخه د لیدنې پر مهال کړې دي او زیاته کړې یې ده چې افغانستان له ګاونډیو او د نړۍ له هېوادونو سره سالمې اړیکې غواړي او ډاډ ورکوي چې افغان خاوره به نه اوس او نه هم وروسته د بل هېواد پر ضد وکارول شي.

(2022 / 7 / 21   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

 د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد ویلي چې ا.ا به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې افغان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

نوموړي دا څرګندونې د پکتیا ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د ډیورنډ فرضي کرښې څخه د لیدنې پر مهال کړې دي او زیاته کړې یې ده چې افغانستان له ګاونډیو او د نړۍ له هېوادونو سره سالمې اړیکې غواړي او ډاډ ورکوي چې افغان خاوره به نه اوس او نه هم وروسته د بل هېواد پر ضد وکارول شي.

ملا یعقوب مجاهد د خپلو خبرو پر دوام ټینګار کړی دی چې افغانستان د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي او نورو هېوادونو ته به هم اجازه ورنه کړي چې د افغانستان ملي ګټې وګواښي.

Leave a reply