محمد نبي د ICC تازه درجه بندۍ کې د پنځوس اوريزو لوبو لومړی الراونډر شو

0
202

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړي او د کرکټ نړۍ افسانوي ستوري محمد نبي او راشد خان د کړکټ نړيوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې په يو ورځنيو لوبو کې دويم او درېيم مقامونه ګټلي دي.

دغه درجه بندي چې تازه خپره شوه، محمد نبي پکې په پنځوس اوريزو لوبو کې د نړۍ لومړې شمېره الراونډر اعلان شوی دی.

په دې درجه بنديو کې همداراز راشد خان د شل اوريزو لوبو په توپ اچوونکو کې څلورم مقام ترلاسه کړی او د افغانستان ځوان ورو توپ اچوونکی مجيب الرحمن بيا د پنځوس اوريزو لوبو پنځم شمېره توپ اچوونکی اعلان شوی دی.

دغه درجه بندي داسې مهال اعلانېږي چې افغان لوبغاړي اوس د افغانستان د کرکټ ترټولو ستر ليګ (شپږيزه) سياليو کې بوخت دي.

شپږیزه سیالۍ د روانې ميلادي مياشتې په ۱۸مه نېټه په کابل کې د اتو لوبډلو ترمنځ پيل شوې چې د پنځه بهرنو لوبغاړو په ګډون پکې تقريبا د افغانستان ملي لوبډلې ټول لوبغاړي په سیاليو بوخت دي.

Leave a reply