د اذربایجان ولسمشر الهام علیوف د کشمیر په مسله کې د پاکستان د ملاتړ هوډ څرګند کړی دی.

0
79

باغي ټي وي رپورټ

ولسمشر الهام علیوف وویل، پاکستان د آذربایجان د ځمکو د اشغال له امله له ارمنستان سره ډیپلوماټیکې اړیکې نه دي ټینګې کړي، موږ به د ملګرو ملتونو په ګډون په هر نړیوال فورم کې د کشمیر د مسئلې د هواري لپاره د پاکستان ملاتړ وکړو.

د آذري ولسمشر الهام عليوف له پاکستان سره د خپلو اوږدمهالو اړيکو ستاينه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې پر اقتصادي، دفاعي، پوځي او دوه اړخيزو اړيکو ټينګار وکړ.

ولسمشر الهام علیوف په هر ناورین او سخت وخت کې د پاکستان د ملاتړ او همکارۍ مننه وکړه.

ده ووئيل د پاكستان، آذربايجان او تركيې ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو نه درې واړه هېوادونه ګټه پورته كړې۔

Leave a reply