افغانستان د عامې روغتیا وزارت له لوري د تلسېمیا ناروغۍ نړیواله ورځ ولمانځل شوه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له لوري د تلسېمیا ناروغۍ نړیواله ورځ ولمانځل شوه.
8 مئي دوشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت له لورې د تلسېمیا ناروغۍ نړیواله ورځ ولمانځل شوه.
خبر زیاتوي چې د یاد وزارت د معالجوي طب رئیس، ډاکټر احمد سیر پاڅون د تلسېمیا ناروغي یوه دردونکې او مرګونې ناروغي وبلله او له پانګه والو یې وغوښتل چې د تلسېمیا ناروغۍ د درملنې د مراکزو د جوړونې په برخه کې له عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.
همدارنګه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي، محمد نبي عیسی خېل چې په دې مراسمو کې یې ګډون کړی و، د تلسېمیا ناروغي یوه دردونکي ناروغي وبلله او په هېواد کې د سرطاني ناروغیو د درملنې یو مجهز روغتون او د تلسېمیا ناروغۍ د درملنې لپاره د یو مرکز د جوړېدو وعده وکړله.
اړوند موضوعات
د عامې روغتیا وزیر په تهران کې د G5 په غونډه کې ګډون وکړ او ګډونوالو ته یې وینا واوروله.
د یادونې وړ ده چې د عامې روغتیا وزارت د دفتر رئیس، مولوي محمد حسن محمدزي د وینې ورکړه د تلسېمیا ناروغانو لپاره یو ګټوره مرسته وګڼله او له هېوادوالو یې وغوښتل څو د وینې په ورکړې سره د تلسېمیا ناروغانو ژوند و ژغوري.




