د پاکستان تحريک انصاف د مشر فواد چوهدري په ضد د مقدمې تفصيلات مخې ته راغلي دي کوم چې تيره شپه نيولي شوي وو

0
189

باغی ټی وی رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف د مشر فواد چوهدري په ضد د مقدمې تفصيلات مخې ته راغلي دي کوم چې تيره شپه نيولي شوي وو۔

د پي ټي ائي مشر فواد چوهدري د اسلام اباد پوليسو تېره شپه ناوخته له لاهور څخه د تېکر نياز بيګ سره نژدې د هغه له کور څخه نيولی او اوس داسې راپورونه دي چې د اسلام اباد پوليسو فواد چوهدري د موټروې له لارې اسلام اباد ته وړي دي.

د فواد چوهدري په ضد د درج شوي مقدمې تفصيلات هم مخې ته راغلي دي، د پي ټي آئي د مشر خلاف مقدمه تيره شپه په کوهسار پوليس سټيشن کښې درج کړې شوې وه او د فواد چوهدري خلاف د الېکشن کميشن د سيکرټري عمر حميد په غوښتنه کاروائي شوې وه۔

د ايف آئي آر ترمخه فواد چوهدري وئيلي وو چي د اليکشن کميشن وزير شوے دے څوک چي په نگران حکومت کښي موجود کسان تر سزا پوري جاري ساتي او په حکومت کښي موجود کسان به خپلو کورونو ته راسي۔

فواد چوهدري د ټاکنو کمېشن، غړو او د هغوی کورنیو ته هم خبرداری ورکړی.

بل لوري ته پاکستان تحریک انصاف د فواد چوهدري د نیولو په ضد عدالت ته د رجوع کولو فیصله کړې ده.

دپوليسو دسرچينو له مخې فواد چوهدري به اسلام اباد ته دليږدولو په مهال جوډيشل مجسټرېټ عدالت کې وړاندې کيږي اؤ اسلام اباد پوليس به دفواد چوهدري په جسماني ريمانډ کې اخستو غوښتنه کوي.

ياده دې وي چې تيره شپه دوه بجې لاهور نه د عمران خان د نيولو لپاره تياريانې نيول شوي وو چې په موقع فواد چوهدري او نور مشران او کارکنان په زمان پارک کې د عمران خان د کور مخې ته راټول شوي وو، فواد چوهدري په دې موقع د عمران خان د نيولو خبرداری هم ورکړو. هغه کسان چې له شا څخه د ګوډاګیانو لوبه کوي باید خبر وي، د عمران خان نیول د هېواد د ورانولو یوه دسیسه ده.

د پي ټي آئي مشر دا هم وئيلي دي چي پوليس ته بلنه ورکوي چي عمران خان ګرفتار کړي که جرات وي نو ټول پاکستان کښي به احتجاجونه کوي او ټول ښارونه به بند کړي۔

Leave a reply