پۀ بلخ کې سږ کال د غنمو حاصلات ډېر شوي

پۀ بلخ کې سږ کال د غنمو حاصلات ډېر شوي
د بلخ کروندګر وایي چې له هرو پنځوس کیلو ګرامه اصلاح شویو تخمونو ۱۴ سووه کیلوګرامه غنم ترلاسه کولی شي، چې د تېرو کلونو په پرتله څو برابره ډېروالی پکې راځي.
(2022 / 6 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په بلخ کې سږ کال د غنمو حاصلات ډېر شوي دي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په ټویټ پیغامونو کې ویلي چې په بلخ کې یې تېر کال کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه وېشلي وو، چې سږ کال یې حاصلات ټولوي او په دې حاصلاتو کې څو برابره ډېروالی راغلی دی.
د بلخ کروندګر وایي چې له هرو پنځوس کیلو ګرامه اصلاح شویو تخمونو ۱۴ سووه کیلوګرامه غنم ترلاسه کولی شي، چې د تېرو کلونو په پرتله څو برابره ډېروالی پکې راځي.
د خوړو او کرنې نړیوالې ادارې همدا راز ویلي چې دا لړۍ به نورو ولایتونو ته هم وغځول شي او هڅه کوي په افغانستان کې د غنمو او نورو خوراکي توکو په تولید کې ډېروالی راشي.






