د عمران خان نااهلي، د پنجاب اسمبلۍ غونډه رابلل شوې ده

0
232

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب اسمبلۍ په نننۍ غونډه کې د عمران خان له نااهلۍ وروسته ځانګړې غونډه رابلل شوې ده. د پنجاب اسمبلۍ سپیکر سبطین خان د پنجاب اسمبلۍ نننۍ غونډه نن د اکتوبر په ۲۲مه رابللې ده.

په غونډه كښې به اليكشن كمېشن د توشه خانې په ريفرنس كښې د عمران خان نااهلې كولو په ضد قرارداد وړاندې كولې شي۔

ياده دي وي چي د چيف اليکشن کميشنر په مشري کښي پنځه کسيزه بنچ د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان د توشه خانه کيس کښي د متفقه فيصله کولو په وخت نااهله ګرځولې دې.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشرانو او کارکوونکو د عمران خان به ضد پریکړه کولو پس په ټول ملک کښې احتجاجونه پیل کړي دي.
د ا خبره د یادونې ده چې د پي ټي آئي مشر فواد چوهدري د اليکشن کميشن په فيصله د ردعمل څرګندولو په وخت وئيلي دي چي خلک د اليکشن کميشن فيصله ردوي۔

د پي ټي ائي مشر وئيلي دي چې د پاکستان 22 کروړه خلقو په مخ څپیړه وهلې ده. ده ووئيل چې ولس دې د خپلو حقونو لپاره بهر راووځي، د ايوانونو په راګرځولو سره د پاكستان آئين بچ كېدې شي۔
نور خبرونه

د عمران خان په ضد د بد کرداره الیکشن کمشنر پریکړه ردوو: فواد چوهدري

پاکستان د فیټف خړ لسټ څخه د ویستلو ټول کریډت د عمران خان دې: د پنجاب وزیراعظم پرویز الهي

د پي ټي آیی مشرانو عمران خان ته مشوره ورکړې چې خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلۍ دې ماتې کړي

پاکستان د FATF خړ لست څخه د ویستلو کریډیټ د فوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه ته ځي

د عمران خان نااهلي، د پنجاب اسمبلۍ غونډه رابلل شوې ده

Leave a reply