عمران خان د توشه خانه ډالۍ اخستلو وړاندې خرڅه کړې وه، دا کرپشن مې چې مخې ته راوړو نه زما مور او خاندان غړي وځورول شول: رانا ابرار

0
248

باغی ټي وی رپورټ
د توشه خانې کیس مخې ته راوړلو اونشر کولو والا خبریال ابرار رانا څه زغملي دي ، هغه خاندان واله ته څه زیان رسول شوې دې ، دا ټول هغه رسنیو ته ویلي دي.

خبریال رانا ابرار چې د عمران خان د توشه خانې قضیه یې مخې ته راوړې، هغه وايي، کله چې هغه د عمران خان د توشه خانې قضیې په اړه معلومات وغوښتل نو د مخالف اړخونو ورته ګواښونه وشول، بوډۍ مور ته مې اوویل شول چې کور ته به ی مړی راوړل شي.

د جيو نيوز پروګرام “آج شاهزيب خانزاده سره” کې د خبرو پر مهال خبريال رانا ابرار وويل چې په سوات کې د پي ټي ايي خلکو پر مونږ بريد وکړ، په راجن پور کې هم زما کورنۍ غچ د بدله اخستلو ستونزه وزغمله.
هغه وويل عمران خان له توشه خانې څخه څه واخستل؟ څومره پیسې مو ورکړې؟ د هغو ډالیو جزیات چې عمران خان ساتلي دي باید ورکړل شي، خو تر اوسه هغه معلومات نه دي ترلاسه شوي چې په دې قضیه کې ترې غوښتل شوي وو.

خبریال رانا ابرار وايي، د دوی د راپورونو له مخې دا پیسې د عمران خان له اکاونټ نه، بلکې د بل چا له اکاونټ شوې دي.دوی وویل چې عمران خان ډالۍ ترلاسه کولو وړاندې دا ډالۍ پلورلي او پیسې ی هم د هغه بانکي حساب څخه ترلاسه کړي چا چې دا ډالۍ اخستې وه.
دا خبره د یادونې ده چې د باغی ټي وي راپور مطابق څو میاشتې وړاندې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن HRCP په راجن پور کې د خبریال رانا ابرار خالد پر کور د پولیسو د برید غندنه وکړه، دې خبریال تېر کال د پخواني لومړي وزیر عمران خان له خوا د عامه پیسو د کارولو او توشه خانې په اړه د دوی د تحقیقاتو وروسته وځورل شول او دده خاندان غړیو او بوډې مور ته د ژوند ګواښونه ورکړل شول.
………………………
نور خبرونه

د عمران خان په ضد د بد کرداره الیکشن کمشنر پریکړه ردوو: فواد چوهدري

پاکستان د فیټف خړ لسټ څخه د ویستلو ټول کریډت د عمران خان دې: د پنجاب وزیراعظم پرویز الهي

د پي ټي آیی مشرانو عمران خان ته مشوره ورکړې چې خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلۍ دې ماتې کړي

پاکستان د FATF خړ لست څخه د ویستلو کریډیټ د فوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه ته ځي

د عمران خان نااهلي، د پنجاب اسمبلۍ غونډه رابلل شوې ده

Leave a reply