لاهور کښې د ایف آیی اې دوه اهلکار د رشوت اخستو په تور نیول شوي دي

باغي ټي وی رپورټ
لاهور کښې د ايف آئي اے بنکنګ سرکل دوه اهلکار د رشوت اخستو په تور نيولي شوي دي ملزمانو د انکوائري ختمولو لپاره د يو ښاري نه رشوت غوښتي وو۔
د ايف آئي اے چارواکو ترمخه نيولي شوي اے ايس آئي انصار ملهي او د بنکنګ سرکل افسر عقيل د عدنان يوسف په ضد روان انکوائري ختمولو لپاره پنځه لاکه روپئ رشوت غوښتي وو۔
د ایف آئي اے وینا ده چی دغه ښاریز چارواکو ته د دری لاکه روپو ورکولو رضایت څرګند کړی او ایف آئی اے چارواکو ته ئي د دوه کسانو خلاف شکایت هم درج کړی دی.
د ايف آئي اے چارواکو ترمخه افسر عقيل هغه وخت و نیول شو چې کله هغه لټن روډ ته راغلو او د متاثره تن څخه ی درې لکه روپۍ رشوت اخستلو۔
………………
نور خبرونه
کراچۍ کښې د اور وژونې په مرکز برید شوې، ددې ادارې دوه اهلکار وژل شوي ،یو ټپي شوې دې
حکومت د تیلو نرخ کمیدو سره د کورني استعمال ایل پی جي ګاز په نرخ کښې هم ډیر کمې اعلان کړې دې
د پاکستان نوي ټاکل شوي د خزانې وزیر اسحاق ډار د آیی ایم ایف مشن چیف سره ورچویل لیدنه کړې ده






