د ښوونځیو مسئله؛ امریکا وایي دا به ناوړه اقتصادي او ديپلوماتیکې پایلې ولري

0
164

د ښوونځیو مسئله؛ امریکا وایي دا به ناوړه اقتصادي او ديپلوماتیکې پایلې ولري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلی، چې د نوي حکومت دا کړنه به په افغانستان کې اقتصادي وده ټکنۍ کړي او دغه راز له نړۍ سره د ښو اړیکو د لرلو په تړاو به د طالبانو هیلې زیانمنې کړي.

 

(2022 / 3 / 24   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ښوونځیو په تړاو د افغان حکومت پر پرېکړه غبرګون ښوودلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلی، چې د نوي حکومت دا کړنه به په افغانستان کې اقتصادي وده ټکنۍ کړي او دغه راز له نړۍ سره د ښو اړیکو د لرلو په تړاو به د طا لبانو هیلې زیانمنې کړي.

نوموړي ویلي نوي حکومت له نړیوالو سره ژمنه کړې وه، چې بشري حقونو ته به درناوی کوي او تر څنګ به یې ټولو افغانانو ته په مساوي توګه د زده کړو حق ورکوي، خو له دغه ژمنې تېرېدل به خطرناکې پایلې ولري.

بلینکن وايي نوي حکومت ته په کار ده چې له افغانانو سره پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي او په خبره یې دی په دې وضعیت کې د میلیونونه افغان کورنیو او افغان نجونو تر څنګ ولاړ دی.

اړوند موضوعات: 

م.م افغانستان کې؛ د نجونو پرمخ د ښوونځيو پرانیستلو پرېکړې هر کلی وکړ

هغه ټینګار کړی چې نوی حکومت باید د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته درناوی وکړي او اجازه ورکړي چې افغانان خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.

Leave a reply