د اسلامي همکاریو سازمان: د افغانستان کنګل شوې شتمني باید ژر تر ژره ازاده کړل شي

د اسلامي همکاریو سازمان: د افغانستان کنګل شوې شتمني باید ژر تر ژره ازاده کړل شي
اعلامیې دغه راز ټینګار کړی چې دوی د افغانستان ارضي تمامیت، خپلواکۍ او ملي یووالي ته درناوی لري او تمه لري چې ددغه هېواد کنګل شوې شتمني ژر تر ژره ازاده شي، څو د اقتصادي سقوط د رامنځ ته کېدو مخه ونیول شي.
(2022 / 3 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اسلامي همکاریو سازمان وایي افغانستان ته هله دایمي ثبات راتللی شي چې په دغه هېواد کې ټولشموله حکومت جوړ شي او ټول اقوام پکې ګډون ولري.
د اسلامي همکاریو سازمان د غونډې په ګډه اعلامیه کې راغلي چې اسلامي هېوادونه باید له افغانستان سره په بېلو برخو کې خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکړي او په دغه هېواد کې دې د بشري ناورین د پراختیا مخه ونیسي.
دوی ټینګار کړی چې په افغانستان کې یوه ټولشموله حکومت ته اړتیا ده، څو وکړی شي دایمي ثبات راولي. دغه سازمان په خپله اعلامیه کې دغه راز ویلي چې د افغانستان لپاره له ځانګړي شوي صندوق سره باید د نړیوالو مرستې ډېرې شي څو وکړی شي د افغانانو ستونزې راکمې کړي.