ملګري ملتونه: د ښوونځیو په تړاو د افغان حکومت پرېکړه خواشینوونکې ده

ملګري ملتونه: د ښوونځیو په تړاو د افغان حکومت پرېکړه خواشینوونکې ده
د ګوتریش په خبره دا پرېکړه نه یوازې د تحصیل او زده کړو حق تر پښو لاندې کوي، بلکې د افغانستان راتلونکې ته هم خطرونه جوړوي. نوموړي له افغان چارواکو غوښتي چې ټول ښوونځي دې له کوم ځنډ پرته د زده کوونکو پرمخ پرانیزي.
(2022 / 3 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ښوونځیو په تړاو د افغان حکومت پر وروستۍ پرېکړې غبرګون ښوودلی دی.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د افغان حکومت تازه پرېکړې خواشینی کړی دی.
هغه وایي سره له دې چې نوي حکومت د ټولو ښوونځیو د پرانیستل کېدو ژمنه کړې وه، خو له خپلې ژمنې په شا شول او په خبره یې د ښوونځیو تړل کېدل ناهيلي کوونکې او د افغانستان لپاره ضررناکه پرېکړه ده.