د پاکستان ملي کرکټ لوبډله کې د لنډیکوتل شاهین شاه آفریدي د صلاحیتونو ستاینه شوې ده

0
141

باغي ټي وي رپورټ
دپاکستان سوپر لیګ (PSL) فرنچائز لاهور قلندرز مشر عاطف رانا د ملي لوبډلې تېز بالر شاهین شاه اپریدي د استعدادونو د ستایلو په ترڅ کې وړاندوینه کړې چې شاهین به له ۸ تر ۱۰ کلونو پورې پر کرکټ واکمن وي.

په کراچۍ هاکي کلب کې ميډيا سره خبرو کې عاطف رانا د کيڼ لاسي تېز بالر شاهین شاه آفریدي ستاينه وکړه او ويې ويل چې شاهين افريدي به په راتلونکي کې يو افسانوي بالر شي او د اتو نه تر لسو کالو پورې به په کرکټ حکومت کوي.
د جیو نیوز رپورټ مطابق عاطف رانا د پي ایس ایل سیزن 7 لپاره د قلندر د کپتانۍ لپاره د شاهین شاه افریدي د فیصلې هم ستاینه وکړه.

Leave a reply