د پي ټي آیی منحرف غړي لویه ادعا کړې

File Photo
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) منحرف غړي راجا ریاض د جیو نیوز پروګرام کیپیټل ټاک کې لویه ادعا کړې ده.
کیپیټل ټاک کې په خپلو خبره کې راجا ریاض وویل چې په قرآن قسم خورم چې ما یوه روپۍ رشوت هم نه دی اخیستی، که عمران خان میډیا ته راشي او قرآن پاک پورته کړي، زه به یې معاف کړم.
راجا اوویل چې عمران خان سره هيڅ كارډ نشته، د پي ټي آئي 11 كسان او 2 وفاقي وزيران راتلل،هغه زیاته کړه چې ددې نه علاوه عثمان بزدار هم عمران خان پریږدي او ترې ځي، هغه د ټكټونو لپاره له سياسي ګوندونو سره رابطه كوي او د كانديدانو نه غوښتنه كوي چې په كومه مقابله كښې ددوي په ضدی امدواران و نه دروي.





