د نجونو د زده کړو او کار په اړه تر بندیز وروسته، ملګرو ملتونو افغانستان ته اونیزې نغدي مرستې ندي لېږلي

0
171

د نجونو د زده کړو او کار په اړه تر بندیز وروسته، ملګرو ملتونو افغانستان ته اونیزې نغدي مرستې ندي لېږلي 

د افغانستان مرکزي بانک هم د نغدي مرستو ځنډول تایید کړي او ویلي یې دي، چې د مرستو وروستۍ بسته د تیرې میاشتې په ۲۳ مه کابل ته رسیدلې وه.

باید وویل شي، چې ملګري ملتونه په اونۍ کې له ۴۰ تر ۸۰ میلیونه ډالره د افغانستان مرکزي بانک ته ورکوي.

 

(2023 / 1 / 8   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د نجونو پر زده کړو د بندیز او په بهرنیو موسسو کې د ښځو د کار د بندولو په غبرګون کې ملګرو ملتونو له افغانستان سره د اوونیو نغدي مرستې کمې کړې.

د بشردوستانه چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس وویل چې د نویو بندیزونو سره، دوی نشي کولی سرپرست حکومت ته د مرستې لیږلو ته دوام ورکړي.

له بي بي سي سره په مرکه کې ښاغلي مارتین ویلي چې دا کار به په افغانستان کې شاوخوا ۲۸ میلیونه وګړو ته زیان ورسوي.

د افغانستان مرکزي بانک هم د نغدي مرستو ځنډول تایید کړي او ویلي یې دي، چې د مرستو وروستۍ بسته د تیرې میاشتې په ۲۳ مه کابل ته رسیدلې وه.

اړوند موضوعات:

هلمند او لوګر ولایتونو کې د کډوالو چارو وزارت له لورې نیږدې ۲۶۰۰ کورنیو سره بشري مرستې وشوې.

باید وویل شي، چې ملګري ملتونه په اونۍ کې له ۴۰ تر ۸۰ میلیونه ډالره د افغانستان مرکزي بانک ته ورکوي.

Leave a reply