هلمند او لوګر ولایتونو کې د کډوالو چارو وزارت له لورې نیږدې ۲۶۰۰ کورنیو سره بشري مرستې وشوې.

هلمند او لوګر ولایتونو کې د کډوالو چارو وزارت له لورې نیږدې ۲۶۰۰ کورنیو سره بشري مرستې وشوې.
10 دسمبر 2022
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له لورې په دوه بیلابیلو تازه خپرو شوو خبرپاڼو کې راغلي چې د یاد وزارت له لورې هلمند او لوګر ولایتونو کې نیږدې ۲۶۰۰ کورنیو سره بشري مرستې وشوې.
خبرزیاتوي: د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) له لورې د هلمند ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ په سنګين، کجکي، واشير، نهر سراج، نادعلي، مارجه، ګرمسير، نوزاد ولسواليو او مرکز لښکر ګاه کې دليندۍ په ( ۱۶) مه (۱۱۵۹) کورنيو سره مرستې وشوې، يادو کورنيو هرې کورنۍ ته (۳۳۰) امريکايي ډالره نغدې ووېشل شوې.
او همدا راز د (UNHCR) دفتر له لورې د لوګر ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په همکارۍ او همغږۍ د ليندۍ په ( ۱۷) مه (۱۳۵۴) بېځايه شوو کورنيو سره مرستې وشوې.
اړوند موضوعات
يادې کورنۍ چې څه موده وړاندې د ګډ ټيم له لورې په محمد آغې، برکي برک، خوشي، خر وار ولسوالۍ او مرکز کې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې، چې هرې کورنۍ ته (۳۷۵) امريکايي ډالره نغدې او درې درې کمپلې ووېشل شوې.





