حنا رباني: د پاکستان په ناامنیو کې افغانان ښکېل دي، موږ یې اسناد له طالبانو سره شریکوو

حنا رباني کهر وايي، د پاکستان په ناامنیو کې افغانان ښکېل دي او اسلام اباد دې خپل شواهد له طالبانو سره شریک کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر له AJ News سره په مرکه کې ویلي چې په ځینو بریدونو کې حتی هغه کسان هم شامل دي چې په روغتیايي ویزو پاکستان ته راغلي وو.
په دې مرکه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه، مېرمن کهر زیاته کړه چې شواهد ښيي چې افغانان په پاکستان کې په ترهګریزو بریدونو کې لاس لري.
(2023 / 8 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
حنا رباني کهر وايي، د پاکستان په ناامنیو کې افغانان ښکېل دي او اسلام اباد دې خپل شواهد له طالبانو سره شریک کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر له AJ News سره په مرکه کې ویلي چې په ځینو بریدونو کې حتی هغه کسان هم شامل دي چې په روغتیايي ویزو پاکستان ته راغلي وو.
په دې مرکه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه، مېرمن کهر زیاته کړه چې شواهد ښيي چې افغانان په پاکستان کې په ترهګریزو بریدونو کې لاس لري.
اړوند موضوعات:
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه جلا بیان کې ویلي چې په بلوچستان کې د پوځ پر یوې اډې په خونړي برید کې افغان اتباع لاس لري. دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه کسان د کندهار ولایت اوسېدونکي وو.