وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د اسټيبلشمنټ د سړي په توګه پرې نيوکې شوي خو ماته يې څه فرق نه دے ځکه چې ده هيڅکله د شخصي ګټو لپاره د پوځ سرلښکرانو سره نه دي ليدلي، يواځينۍ مقصد يې ملک په ګډه پرمخ وړل دي.

باغي ټي وي رپورټ
اسلام اباد کې يوې دستورې ته په وينا کې وزيراعظم شهباز شريف وويل د باره کاهو انډر پاس منصوبه ١٢ مياشتې وړاندې جوړه شوې وه، د دې منصوبې لپاره لومړۍ ننګونه د زمکې استملاک وه، داسې پروژه چې بايد د پخوا په شان بشپړه شوې واى. د ټول هیواد څخه د سیلانیانو لپاره د باړه کاهو څخه تیریدل ناممکن وو.
وزيراعظم وويل دملک دترقۍ اؤ سوکالۍ دپاره کله کله سختې فيصلې هم کول پکار دي، دا منصوبه هم د نواز شريف ويژن ؤ خو دناوړو سازشونو په ذريعه د نواز شريف حکومت ړنگ کړل شو، کله چې زمونږ حکومت لاړو نو هر يو پروژه بنده شوه شهبازشريف اوويل چې دا کار به نه وو مکمل شوې که چرې آرمي چيف دده ملاتړ نه واي نو آرمي چيف ډيره عزم ښودلې ده 38 کاله د سياست په صحرا کښې تير شوي دي زما هم دا مقصد وو هیواد باید پرمختګ وکړي، بنسټونه باید په ګډه سره مشوره وکړي.
هغه زیاته کړه چې په زړه کې یوازې یوه خبره ده چې موږ د دې غریب هیواد ساتنه کوو، ډیر رازونه دي چې زه به یې قبر ته بوځم، د هیواد سرچینې ستاسو په مخ کې دي، نن د دې وخت دی. راځئ چې پاکستان مخ په وړاندې بوځو، موږ پرېکړه کړې چې په ګډه به هېواد مخ په وړاندې بوځو.






