لومړي وزیر شهباز شریف هند ته د خبرو بلنه ورکړې او امریکا هم د خبرو ملاتړ کړی دی.

0
161

باغي ټي وي رپورټ

اسلام اباد کې د معدنياتو په سرمشريزه کې پخپله وينا کې وزيراعظم شهبازشريف وويل چې د شخړې په پرامن حل باور لري، جنګونه د ستونزو حل نه دي، د خبرو اترو له لارې پرمختګ کولی شي او مونږ ته پکار ده چې خپل وسائل د ولس په ګټه مصرف کړو.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې پاکستان له خپل ګاونډي سره هم خبرو ته چمتو دی، خو شرط یې دا دی، چې ګاونډی هم د خبرو میز ته کېناستلو ته چمتو وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند

خو اوس د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف له لوري هند ته د خبرو بلنې ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې پاکستان او هند باید مسایل د مستقیمو خبرو له لارې حل کړي.

هغه وویل چې د پاکستان او هند د ستونزو حل خبرې اترې دي، له هندیانو یې وغوښتل چې سوله وکړي او له فساده دې لاس واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې موږ د پاکستان په ګډون د هېڅ هېواد د سیاسي مشرانو او ګوندونو پلوي نه کوو، موږ د ازادو، عادلانه او شفافو ټاکنو ملاتړ کوو.

متیو میلر زیاته کړه چې پاکستان ته د مخدره موادو پر ضد د مبارزې لپاره هر کال څلور میلیونه ډالره ورکول کیږي.

Leave a reply