د امريکا کانګرس ته د اسلام د ستر دين په توګه د پيژندلو په اړه يو پرېکړه ليک وړاندې شو.

باغي ټي وي رپورټ

د بهرنیو رسنیو له مخې دغه پرېکړه لیک د تکزاس ایالت د استازي ال ګرین له خوا وړاندې شوی دی.

د راپورونو له مخې، د کانګرس غړي الهان عمر، رشیده طلیب او اندری کارسن د پریکړه لیک په ملاتړو کې دي.

د پریکړه لیک په متن کې راغلي چې د “اسلام” کلمه “د خدای رضا ته تسلیم” او “سوله” معنی لري. دا هم روښانه شوې چې قرآن د مسلمانانو او غیر مسلمانانو تر منځ د زغم خبره کوي.

په پرېکړه ليک کې په امريکا کې د مسلمانانو شمېر ۳،۵ ميليونه اټکل شوی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *