د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر افتخار دراني نیول شوی دی.

باغي ټي وي رپورټ
د سرچينو له مخې افتخار درانى په اسلام اباد کې دخپل کور څخه نيول شوى دى.
سرچينې وايي، چې د پي ټي ايي د مشر د نيول کېدو لامل تر اوسه نه دى په ډاګه شوى.
بل خوا د پاکستان تحریک انصاف ویاند وايي چې مرکزي مشر ډاکټر افتخار دراني ورک دی، هغه له اسلام اباده تښتول شوی دی.
د پي ټي آئي وياند له مخې د افتخار دراني د تښتولو په اړه تفصيلات راغونډ كړل شوي دي۔
ياده دې وي چې افتخار دراني د تحريک انصاف د حکومت په مهال د وزيراعظم د ميډيا خاص مرستيال وو، خو عمران خان د فرورۍ په درېيمه نېټه هغه له کابينې نه لرې کړ، چې وروسته د خلکو له نظره ورک شو.






