په کندز کې د سیند د اوبو د سطحې لوړیدو ۳۵ کورونه نړولي دي

0
224

د امام صاحب ولسوالۍ د “الف بردي” او “نو آباد” کلیو اوسېدونکو نن (چهارشنبه د اسد ۱۱مه) وویل چې له تېرو څو ورځو راهیسې د “شاه راوان” سیند اوبه ډېرې شوې او د دوی کورونو ته روانې دي.

دوی وايي چې د دوی ټول سامانونه ډوب شوي او یوازې په دې توانېدلي چې ځانونه وژغوري. په ورته وخت کې په کندز کې د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست چارواکي وايي چې د امام صاحب ولسوالۍ په نوآباد سیمه کې د سېلابونو د راوتو له امله د استوګنې ۲۳ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

(2023 / 8 / 3   تاریخ تلویزیون باغی)

راپور 

د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د سیند د اوبو د سطحې لوړېدو ۳۵ د استوګنې کورونه نړولي او ۱۵۰ کورنۍ یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې کړي دي.

د امام صاحب ولسوالۍ د “الف بردي” او “نو آباد” کلیو اوسېدونکو نن (چهارشنبه د اسد ۱۱مه) وویل چې له تېرو څو ورځو راهیسې د “شاه راوان” سیند اوبه ډېرې شوې او د دوی کورونو ته روانې دي.

خبرهای مرتبط به این:

په کراچۍ کې د ملیر سیند د اوبو د سطحې د لوړیدو له امله دواړه کاز ویز د ترافیکو پرمخ تړل شوي دي.

Leave a reply