د کراچۍ په فېډرل بي سيمه کې وړمه ورځ د يوې ماشومې سره د بې درکه کولو يوه بله پېښه هم شوې

باغي ټي وي رپورټ
د نجلۍ د ځورولو ټوله پېښه په سي سي ټي وي کې ثبت شوې چې پکې موټرسايکل چلوونکی له نجلۍ سره ناوړه چلند کوي.
له فدرالي بي سيمي څخه په ترلاسه شوي ويډيو کې يوه پياده نجلۍ ليدل کيږي چې د موټرسايکل چلوونکي تعقيب کوي، په ويډيو کې ليدل کيږي چې هلک له چلېدونکي نجلۍ سره ناوړه اشتباه کوي او موټرسايکل تښتېدلی دی.
د يادونې وړ ده، چې په تېره يوه مياشت کې په ښار کې د ښځو د ځورونې درې پېښې شوې دي
تر دې وړاندې هم د جولای په درېیمه په ګلستان جوهر کې ورته پېښه شوې وه چې په کې ملزم په سړک روانه یوه نجلۍ ځورولې وه، خو تر دې دمه نه ده نیول شوې.
له دې وروستو په 18م جولائي په اورنگي ټاؤن کې هم ورته وحشيانه عمل ترسره شوى ؤ چې تر دې مهاله يې مجرمان نۀ دي نيول شوي.






